امنیت

په ترينکوټ ښار کې د ډار اچونې ضد پراخو عملياتو پيل

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
دروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ډار اچونې ضد پراخ پوځي عمليات پيل شول .
دغه عمليات  نن سهار دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون پيل شول او موخه يې دترينکوټ ښار په ګوټ ګوټ کې دوسله والو طالبانو د ټغر راټولول او ددغه ښار اوسيدونکو ته دامنيت اوثبات تامينول بلل شوي دي .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل په دغو عملياتو کې هلې ځلې کيږي چې دترينکوټ ښار په ګوټ ګوټ کې د ډار اچوونکو شتون پاى ته ورسول شي اوخلکو ته امنيت تامين شي .
داپه داسې حال  کې ده چې دترينکوټ ښار په ګډون دروزګان ولايت په بيلابيلو سيمو کې له زياتې مودې راپديخوا عمليات دوام لري . 
دغه عمليات ټيک په داسې وخت کې ترسره کيږي چې له مياشتو مياشتو  راپدخوا دترينکوټ ښار ځينې سيمې اوله ولسواليو  سره ددغه ښار  لويې لارې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو  ډار اچوونکو دشتون اوفعاليت ډګر دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته