امنیت

دنشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه

کابل /دسلواغې ١٥مه / باختر:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې دنشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون لومړۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې دنشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د پلانونو، برنامو او ستراتېژۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهورريیس دنشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ایجادول مهم اقدام وباله او ويې ویل: د کابل ولسونو سره د ملي بحث په ناستو کې، ټولو له استثنا پرته د نشه یې توکو او مسکراتو ترویج او د معتادینو زیاتوالی د عمده ننګونې په توګه له ما سره شریک کړ.
هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ په نشه یې توکو او مسکراتو روږدي کېدل عمده ننګونه ده چې باید پر وړاندې یې لازمه مبارزه وشي او د نشه یي توکو پر ضد دې د مبارزې سراسري برنامه ترتیب شي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین د نشه یي توکو د تولید او پروسس فابریکو، د قاچاق وړونکو د نیولو او د نشه یي توکو د ضبط عملیاتو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
جمهورريیس غني ټینګار وکړ: د نشه یي توکو شومې پدیدې د محوه کولو په برخه کې چې هرې برنامې ته اړتیا وي، تر لاس لاندې ونیسئ او عملي اقدامات دې ترسره شي.
د هېواد جمهورريیس وویل، د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اطلاعاتوفرهنګ وزارتونو په ګډون دې ټول دولتي ارګانونه له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې برنامې او پلانونه پراخ کړي، دغه راز دې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، کلیوپراختیا او صنعت او سوداګرۍ وزارتونه پر ځنځیري ارزښت او بدیل معیشت کار وکړي.
جمهورريیس غني د نشه یي توکو د کرکېلې او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو د رول پر زیاتولو ټینګار وکړ او ويې ویل، په دغه برخه کې دې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره له والیانو او خلکو سره کار وکړي.
هغه څرګنده کړه، له بین المللي سازمانونو په ځانګړي ډول انټرپول پولیسو او د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو پر ضد مبارزې دفتر سره دې کار وشي چې د دې پدیدې پر ضد مبارزه زیاته بسیج شي.
جمهورريیس وویل، افغان حکومت باید د نشه یي توکو د کر، پروسس، قاچاق او مصرف د څرنګوالي په اړه تشخیص او واضح تحلیل ولري. دغه راز دې د نشه یي توکو د لمنځه وړلو لپاره د نظامي عملیاتو ظرفیت لوړ او لویې شبکې نابودې شي. 
جمهورريیس غني څرګنده کړه، کورنیو چارو وزارت باید د قانون پر حاکمیت خپل تمرکز زیات کړي او د هېواد د هوایي ډګرونو امنیتي سیستمونه باید پیاوړي شي.
جمهورريیس وویل، نشه یي توکو سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ کې باید د هرې حکومتي ادارې رول په واضح ډول تثبیت شي. هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره باید د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې همکاري زیاته شي.
د غونډې په پای کې، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د نشه یي توکو د اړتیا کموالي په برخه کې د دغه وزارت د کړنو او روږدو کسانو د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل، د نشه یي توکو د اړتیا کموالی او د روږدو کسانو د درملنې څرنګوالی لا زیاتو بحثونو او تعقیبي کار ته اړتیا لري او اړوندې ادارې باید په دې اړه خپلې مشخصې طرحې او برنامې وړاندې کړي.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته