خبرونهاقتصادTOP

د جلال آباد ښاروالۍ په تېرو لسو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ملت ته د حساب ورکونې خبري کنفراس کې د جلال آباد ښاروالۍ او د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو د خپلو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې د جلال آباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي چارو رئیس انجینیر عبیدالله شېرزاد وویل، چې دغه ښاروالۍ په ۱۴۰۱ کال کې خپله پراختیایي بودیجه ۲۹۰ میلیونه افغانۍ ټاکلی وه، چې په دی کال کې ۱۴ پروژې هم ډیزاین شوې وې، چې له دې جملې څخه یې ۸ بشپړې شوې او د ۶ چارې روانې دي.

شېرزاد وویل، چې په دې لړ کې ښاروالۍ له ۹ ګونو ناحیو څخه د ۱۴۶ زره متره مکعبه کثافات راټول او ټاکل شوي ځایونو ته انتقال شوي او دغه راز ۱۴۷۰ کیلو متره ویالې هم په ټولو ناحیو کې پاکې شوې او ۲ زره ۷۰۰ کیلو متره سړکونه او ګلدانونه هم پاک شوي دي.

د نوموړي خبره، چې په تېرو لسو میاشتو کې د جلال آباد ښاروالۍ ۳۷۹ میلیونه، ۳۰ زره او ۶۲۸ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله په کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فرید الله حقاني وویل، چې په تېر یو کال کې ۵ زره ۶۸۶ کسانو ته په خیاطۍ، نجارۍ، مستریتوب، د سولرو جوړول او نورو برخو کې روزلي، چې له یادې جملې څخه ۳ زره ښځينه دي.

حقاني وویل، چې ۱۴۰۱ کال په اوږدو کې مو د دقیقې سروې په پایله کې ۱۷ زره ۵۹۸ غریبو کورنیو سره  خوراکي او نغدي مرستې هم کړې او دغه راز ۱۴۹۰ ماشومانو ته کاري سپورټ هم ترسره شوی ۹ زره ۴۸۷ ماشومانو ته لنډ مهال روزنیز د زده کړو برخو کې پروګرامونه هم جوړ کړي.

د هغه په وینا، د کار او ټولنیزو چارو ریاست په خپلو څلورو روزنتونو نو کې ۱۳۶۲ یتیمانو ته د زده کړو امکانات برابر کړي، چې له یادې جملې څخه یې ۱۰۷۶ تنه لیلیه کې دي.

د فرید الله حقاني په خبره، د کار او ټولنیزو چارو ریاست په روان ۱۴۰۱ کال کې ۱میلیون او ۴۲۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا