سیاست

دغزني په جګړو کې دپاکستانيانو په شتون ددغه هېواد د سياستوالو اعتراف

کابل باختر دزمري ٢٦: دپاکستان دوو تنو پيژندل شويو سياسي څيرو دغزني په جګړو کې ددغه هېواد داتباعو دشتون د څرنګوالي په باب دوضاحت غوښتنه کړې ده . دعوامي نشنل پارتۍ مرستيال بشرا ګوهر ويلي دي چې تراوسه پورې ديوسلو شپږو تنو پاکستانيانو مړي چې دغزني په وروستيو جګړو کې وژل شوي دي پاکستان ته ليږدول شوي دي . په همدې حال کې سياسي فعال او په پاکستان کې دبشر دحقوقو مدافع افراسياب خټک ددغه هېواد له حکومت څخه غوښتې دي چې دغزني په وروستيو جګړو کې دپاکستاني اتباعو دشتون په اړوند وضاحت ورکړي دپاکستان مطبوعاتو هم ويلي دي چې په سلګونو تنه پاکستاني اتباع چې زياتره يې دمدرسو طالبان او پاکستاني طالبان دي دافغان طالبانو دملاتړ لپاره غزني ته تللي دي . دغزني او زابل دولايتونو دولايتي شوراګانو يوشميرغړو ويلي دي چې ٧٥ تنه پاکستاني طالبان دپکتيا او زابل دولايتونوله لارې غزني ته رسيدلي دي اودافغان طالبانو په ملاتړ په غزني کې دخلکو او دولتي ځواکونو پرخلاف جنګيدليدي . دملي دفاع وزارت لوى درستيز ويلي دي چې دپاکستاني اتباعو په ګډون بهرنيانو دافغان طالبانوتر څنګ دامنيتي ځواکونو پرخلاف جګړو کې ګډون کړى دى . دغزني ولايت امنيه قوماندان وايي چې په غزني کې دڅلور ورځنيو جګړو په پاى ته رسيدو سره څه ناڅه شپږ سوه تنه تروريستان وژل شوي دي چې په هغو کې دبهرنيو اتباعو مړي هم تر سترګو کېږي . په داسې حال کې چې دغزني په جګړو کې دپاکستاني طالبانو دشتون خبره دقيقه او يوواقعيت دى خو دپاکستاني طالبانو په ترکيب کې دپاکستان دپوځي استتخباراتو دسازمانونو ځانګړي افراد چې په چريکي جګړو کې مهارت لري دافغان طالبانو په ملاتړ دجګړو لپاره غزني ته ورغلي وو دغزني جګړې دقوماندان ادريس په واسطه چې يو افغان طالب دى او دخرم کياني دافرادو له لورې رهبري کېږي دپاکستان دپنجاب اوسيدونکى خرم کياني پخوا په افغانستان کې وژل شوى دى . دغزني په جګړو کې دپاکستاني اتباعو په شتون ددغه هيواد دسياستوالو او رسنيو اعتراف جوتوي چې دغه جګړې دپاکستان داستخباراتو له خوا يو طرحه شوي پروګرام دى . چې په هغه کې دپاکستان اتباع اوددغه هېواد داستخباراتو ځانګړي افرادو دمدرسو دطالبانو تر پوښښ لاندې له افغان طالبانو سره ملاتړ کوي. افغان طالبانو په افغانستان کې خپلې جګړې دبهرنيو پوځيانو په وړاندې جهاد نومولى دى خو هغو بهرنيانو ته چې دهغوى تر څنګ ولاړ دي نه ګوري . ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته