امنیت

د جوزجان پوليسو څلورغلا کړاى شوي موټرونه پيدا کړل

کابل/ باختر/ د زمري٣٠مه
د جوزجان پوليسو څلور شخصي موټرونه چې د هېواد د خپلواکۍ د کاليزې په لومړۍ شپه غلا کړى شوي وو، پيدا کړل.
د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو د عملياتو په پايله کې څلور کرولا ډوله موټرونه چې د هېواد د خپلواکۍ جشن د نمانځنې له ساحې څخه غلا کړاى شوي  وو؛ نن د شبرغان ښار د افشار خانې په کلي کې د استوګنې په يوه کورکې کشف او ترلاسه شول.
د جوزجان امنيه قوماندان ترلاسه شوي وسايط خاوندانو ته يې وسپارل.
ويل کېږي د قضيې عامل له ساحې څخه تښتيدلى دى او پوليس د هغه په لټه کې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته