سیاست

د جمهوررئيس مرستيال په کابل کې دفرانسې له سفير سره وکتل

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ :
په کابل کې دفرانسې لوى سفير فرانسوا رشي ير چې نوى په دې دندې  ګومارل شوى دى نن له غرمې وروسته د  جمهوري رياست  له دويم مرستيال قانونپوه  سرور دانش سره وکتل او ددواړو هېوادونو دعلاقې وړ موضوعګانو په باب يې  خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د جمهوررئيس مرستيال په دې کتنه کې  په تيرو سلو کلونو کې ددواړو هېوادونو   دښو اړيکو  ديادونې  او دفرانسې  نوي سفير ته  دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې څرګنده کړه  په تيرو کلونو کې ددواړو هېوادونو افغانستان    او  فرانسې ترمنځ په ښو سياسي اړيکو سربيره  ،. فرهنګي او علمي اړيکې  ددواړو هېوادونو دمسوولينو دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري چې دفرانسې هېواد له خوا د حبيبيې  ليسې ودانۍ  او فرانسې ته دزده کړې لپاره  دلومړۍ ډلې  افغان  محصلانو استول   دعلمي او  فرهنګي همکاريو  څرګنده   نښه   نښانه ده .
ده زياته کړه:  يوه بله برخه چې افغانستان ته  اهميت لري  په  حقوقي او اداري
برخو کې دفرانسې هېواد همکاري او ملاتړ دى.
د جمهور رئيس مرستيال وويل ؛  په نورو قوانينو سربيره  دپخواني باچا محمدظاهر شاه  دزمانې او دافغانستان دنوې دورې دوه اساسي قوانين په  څرګند ډول  دفرانسې له  قانون څخه اغيزمن دي  اوپه همدې دليل ددواړو  هېوادونو  ترمنځ زيات ورته والى او يو خيل والى  شتون لري.
ده څرګنده کړه ؛  اوس  ددغو قوانينو له تطبيق  څخه دکلونو کلونو تيريدو ته  په پاملرنې سره ، ستونزې  او پيچلتياوې  څرګندې شوې دي چې هيله لرو داسې زمينې برابرې شي چې دفرانسې هېواد له ماهرانو او حقوق پوهانو سره په  نږدې همکارۍ کې دغه ستونزې حل شي .
قانونپوه سرور دانش دغه رازوويل  ؛ يوه بله مهمه برخه چې په وروستيو کلونو کې يې افغانستان ته فوق العاده اهميت پيدا کړى دى  دباميانو ، هرات  او بلخ په ګډون ولايتونو کې په لرغونپوهنې پورې اړوندې مسئلې دي.
ده  په تيرو کلونو کې په دې برخه کې دفرانسې  دملاتړ او هڅو له امله  دقدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه ؛  چې افغانستان همدا اوس دلرغونپوهنې په برخه کې  دظرفيت لوړولو  او په دې برخه کې د  ماهرو کادرونو روزنې ته اړتيا لري  چې هيله  لرو داسې زمينې برابرې شي  چې  هم دافغانستان مينه وال محصلان دلرغونپوهنې په برخه کې  دفرانسې په شان هېواد کې   دزده کړې فرصت پيدا کړي او هم  داړوندو ادارو اوسنيو کارکوونکو ته دلنډمهالو زده کړو زمينه برابره شي .
په دې کتنه کې دغه راز په کابل کې دفرانسې هېواد نوي سفر هم په افغانستان کې دخپل کار دپيل له امله  دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وويل ؛  چې دفرانسې هېواد په ټولو برخو کې دافغانستان له دولت سره همکار اوملګرى دى  او تراوسه پورې يې  په علمي اوفرهنګي  برخو سربيره ديولړمهمو پروژو ملاتړ کړى دى چې په کاپيسا ولايت کې دبريښنا رسول  ، په افغانستان کې دسيمې  ديو ډير ستر کتابتون ديجيټلي کول اوپه کابل کې دماشوم او مور  دروغتيا د  فرانسوي روغتون  جوړول دافغانستان له  دولت او خلکو   سره   دفرانسې  ددولت او خلکو دمرستو يوه برخه ده .
ده ټينګار وکړ چې په کابل کې دفرانسې سفارت به دهر راز همکارۍ زمينه برابره کړي اوپه دې لاره کې به  هيڅ رازهلې ځلې ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته