سیاست

جمهورريیس غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د سولې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې

کابل / دلېندۍ ١٩مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني ”د اسیا زړه – استانبول پروسه“ اتم کنفرانس په څنډه کې  پرون د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، سیمه ییز اتصال او همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهورريیس غني د سولې اووه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل: سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي.
مېرمن الیس ویلز د سولې لپاره د جمهورريیس غني د سولې د پلان او هلو ځلو قدرداني وکړه او ويې ویل، د امریکا متحده ایالات د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ دي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي. .
جمهورريیس غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله.
هغه زیاته کړه: افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.
جمهورريیس غني په ټینګار سره وویل: د حکومتوالۍ د ښه والي په برخه کې د ولسوالیو په انکشاف او اړوندو مسایلو تمرکز زیاتېږي او د افغانستان د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره به اقتصادي برنامې په افغاني محصولاتو او صادراتو لا متمرکزې شي. پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته