امنیت

دطالبانو سيمه ييز قو ما ندان ملا امام علي له دولت سره يو ځاى شو

٠بغلان باختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قو ما ندان ملا امام علي نن له دولت سره يو ځاى شو

دطالبانو دديارلس کسيزې ډلې دغه قوما ندان د بغلان ولايت د پل حصار  ولسوالۍ په مر بو طاتو کې له افغان او ناټو ځواکو نو سره په جګړه کې و

 په بغلان ولايت کې د سو لې دشورا رئيس عبدالصمد ستانکزي د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل ملا امام علي د هزاره قو مو نو په همکاري او هڅو سره له مخالفت څخه لاس وا خيست اودسو لې له پرو ګرام سره يو ځاى شو .

 په همدى حال کې قو ما ندان ملاامام علي په بغلان کې د خپل پيوستون په مراسمو کې وويل چې له دې وروسته به دى  او افراد يې په دغه ولايت کې دثبات د تا مينولو او بيا رغو نې په لاره کې هڅه او هاند و کړي

 له بلي خوا په بغلان ولايت کې امنيتې مسوولينو هيله و کړه چې دولت ته د ملا امام علي او دده د افرادو پيو ستون د امنيت د ښه کيدو ترڅنګ  په دغه ولايت کې د طالبانو د نورو افراد و د پيو ستون زمينه برا بره کړي

 د وسله والو طالبانو دغه سيمه ييز قو ما ندان او افراد يې له دولت سره دپيو ستون په وخت کې يوولس سپک او درا نده جنګې وسايل هم دولت ته وسپارل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته