کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
د کورنيو چارو وزارت ابلاغيه
د معلوماتو له مخې د پوليسو يوشمېر منسوبين د دولتي ارکانيواو د ملي شورا د وکيلانو يوشمېر کسان او موټر چلوونکي چې د پوليسو وسايط او تجهيزات په واک کې لري د پوليسو له يونيفورم ، د بې لمبر پليټو وسايطو څخه په استفادې او د ترافيکي قوانينو په نه رعايتولو سره د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د خلکو د ځورونې سبب کېږي چې د دوى دغه عمل له يوې خوا د خلکو د ناخوښۍ او له بله پلوه د خلکو ترمنځ دکورنيو چارو وزارت د مقام د خرابوالي سبب شوي دي له دې امله دکورنيو چارو وزارت هغه وسايط چې د وزارت له چوکاټ څخه بهر د يوشمېر لوړرتبه مقاماتو وکيلانو ، قومي مشرانو او مخورو په واک کې دي له دې وروسته نه شي کولاى دپوليسو په لمبر پليټ او سريال لمبر او د پوليسو د رنجر موټرو په مخصوص رنګ سره په ښار کې تګ راتګ وکړي .
دګمرګاتو پوليس چې د ماليې وزارت ته او د سرحدي او دعامه نظم پوليس د ملي دفاع وزارت ته لېږدول شوي دي چې د هغه يوشمېر منسوبين تراوسه پورې دکورنيو چارو په وزارت پورې اړوند وسايط او وسايل دغه وزارت ته نه دي سپارلي او دغه راز د هغوى وسايط او يونيفورم د ملي پوليسو په نښان او لوګو سمبال دى ،چې دغه کار يوشمېر فرصت غوښتونکو کسانو ته د ناوړې استفادې زمينه برابروي . دپوليسو دبې لمبر پليټه نقليه وسايطو د ګرځېدو او راګرځېدو او دغه راز د هغو کسانو او نقليه وسايطو چې له کورنيو چارو وزارت له چوکاټ څخه بهر د دغه وزارت په لوګو او نښانونو د هېواد په ښارونوکې تګ راتګ کوي ، د مخنيوي په مقصد غوښتنه کېږي چې له دغه کار څخه دې ډډه وکړي .
له دې پرته دکورنيو چارو وزارت له دغه شان استفاده غوښتونکو او فرصت غوښتونکو کسانو سره به قانوني چلند وکړي .
له هغو کسانو څخه چې له پخوا څخه دکورنيو چارو وزارت نقليه وسايط په واک کې لري غوښتنه کېږي چې دغه وسايط ډير ژر دکورنيو چارو وزارت ته وسپاري . له دې پرته له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کېږي .
ختم_ ج _ اکرم