امنیت

دطالبانو دوسلو او مهماتو دوه ډيپوګانې کشف شوې .

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
دوسله والو طالبانو  دوسلو او مهماتو  دوه ډيپوګانې  دهېواد په جنوب قندهار ولايت کې کشف شوې .
  له دغو ديپوګانې څخه چې دقندهار ولايت  په جنوب  ختيځ کې دوسله والو طالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې  په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي  دي .
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو  يو قوماندان  باختراژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو ددغو ډيپوګانو له وسلو او مهماتو څخه  په خپلو ډار اچوونکو بريدونو کې استفاده کوله .
  ده وويل:  له دغو ډيپوګانو څخه  دبمونو  ، ماينونو او دتوغنديو په ګډون په لسګونو  سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
ده وويل: ددغو  وسلو او مهماتو  دساتلو په اړوند  څوک نه دى نيول شوى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته