امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو

کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
د طالبانو د ډلې يو قوماندان تېره شپه د پروان ولايت د کوه صافي په ولسوالۍ کې ووژل شو .
د کوه صافي  ولسوال سيف الله بيدار د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والوطالبانو تېره شپه د کوه صافي ولسوالۍ د احمد زو په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستو وسله وال بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او په بهيرکې يې د طالبانو د ډلې قوماندان حضرت علي او د عبدالحکيم په نامه يو بل طالب هم وژل شوي دي.
د کوه صافي ولسوال زياته کړه: په دغو نښتوکې چې له دوساعتونوڅخه يې زيات دوام وکړ؛ يوکلاشينکوف او يو کره بين هم د سيمه ييزو پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ده زياته کړه: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته