امنیت

١٤ تنه افغان بنديان کابل ته را وليږدول شول

کابلباختر د ثور٢٩
١٤ تنه افغان بنديان چې د تا جکستان په توقيف خونو کې يې شپې سباکولې دثور د مياشتې ٢٦ نيټه دپنجشنبې په ورځ افغان مقاماتو ته وسپارل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ :
دغه بنديان چې د بيلا بيلو جرمونو په تور د تاجکستان جمهوريت په جيلونو کې بنديان و دبنديانو د تبادلې په باب د افغانستان داسلامي جمهوريت اود تاجکستان جمهوريت ترمنځ ددوه اړخيز موافقه ليک له مخې په داسې حال کې چې په دوشنبه کې  د افغانستان د سفارت دقونسلي څانګې مسول هم حاضر و،ددواړو هيوادونو ترمنځ پوله کې د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د عدليې وزارت استا زي ته وسپارل شول.
د مجرمينو او بنديانو د استرداد د هغه موافقه ليک له مخې چې په ١٣٨٥ کال کې ددواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شوي دي تر اوسه پورې ٢٩ تنه افغان بنديان او اته تنه تاجک بنديان په دوو پړاونو کې تبادله شوي دي چې دخپل بند پاتې ورځې دخپلو هيوادو نو په جيلو نو کې تيروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته