امنیت

د کشک کهنه خلکو دانتخاباتي مرکزونه دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
د هرات ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ  خلکو د رايې ورکولو د نوم ليکنې او د انتخاباتي مرکزونو دښه امنيت دتامينولو غوښتنه وکړه .
  دکشک کهنه  د ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونکو چې نن يې  د هرات له والي  محمد اصف رحيمي سره وکتل ، ټينګار وکړ  چې د دغې ولسوالۍ خلک  به  په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي او له مقاماتو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خلکو  دمشارکت لپاره  زمينه برابره کړي .
  په دې کتنه کې  چې د بهزاد نګارستان  په تالار کې  جوړه شوه  د ولسي جرګې غړي عبدالهادي جمشيدي  د رايې ورکولو مرکزونو دامنيت دتامينولو په لاره کې  د مقاماتو  دجديت غوښتنه وکړه .
دغه راز د هرات والي  د نوم ليکنې او وروسته  په انتخاباتو کې دګډون په خاطر د هرات ښار او د هرات ولايت  اوسيدونکو ته  د امککاناتواو اسانتياو دبرابرولو په باب دجمهوري رياست  لارښوونو ته په اشارې سره وويل؛  په واک کې د خلکو درښتيني ارادې د تمثيل يواځنۍ لاره   په انتخاباتو کې ګډون  او د خلکو  د رايې له حق څخه استفاده ده .
د هرات والي  دکشک کهنه ولسوالۍ  د خلکو  دستونزو دڅېړنې په خاطر اړوندو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزې په خپل وخت سره حل کړي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته