سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د ترکيې له جمهوررییس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهوررییس غني په جینوا کنفرانس کې د ترکیې د کلک ملاتړ مننه وکړه، ویې ویل: افغانستان او ترکیه دوستانه او تاریخي اړیکې لري او سږکال به د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو ۱۰۰مه کلیزه ونمانځل شي.
جمهوررییس د افغانستان او ترکیې د هغې دوه اړخیزې هوکړې هرکلی وکړ چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېږي.
جمهور رییس محمد اشرف غني د سولې پروسې د تازه انکشافاتو په اړه خبرې وکړې او په دې پروسه په ځانګړي ډول د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو کې یې د سیمې د پیاوړي اسلامي هېواد په توګه د ترکیې نقش، مهم وباله.
د ترکيې جمهوررییس د طالبانو له لوري د روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو په اړه سخته اندېښنه څرګنده او پر اوربند یې د ټینګار پر مهال وویل: طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سیاسي حل لاره دې اختیار کړي.
رجب طیب اردوغان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، معارف او زېربنايي برنامو په برخو کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې دواړو جمهورورییسانو هوکړه وکړه چې په سولې پروسه کې به د همکارۍ په موخه په نږدې راتلونکي کې د ترکیې په نوښت د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه شي او همدارنګه به د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان او ترکيې عالمانو ګډ کنفرانس دایر شي.#‎
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته