سیاست

جمهوررئيس : دطالبانومشران اوقوماندانان به دخپلوجنايتونود ترسره کولوپه خاطر زموږ دمسلمان ملت په وړاندې ځواب ورکوونکي وي

کابل باخترد وږې دمياشتې  ١٠ :
دافغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د کندهارپه ولايت کې ځانمرګى بريداود هلمند او بغلان په ولايتونوکې د ماينونو ایښودنې چې له امله يې زموږ يوشمير بې ګناه هيوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، په ډيرو سختو ټکو  وغندلې .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي :
دافغانستان جمهوررئيس په دې ترڅ کې چې د طالبانو دغه جنايتونه یې په کلکه وغندل، وې ويل  چې دطالبانو له خوا عام وژنې د هغوى د بهرنیو بادارانو په اشاره په داسې حال کې کيږي چې له نړيوالوځواکونوڅخه افغان ځواکونوته دامنيتي مسووليتونو د ليږد بهير په برياليتوب سره پرمخ ځي او بهرني ځواکونه  له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي.
  حامدکرزي وويل چې په دې وروستيو کې طالبان دومره کمزوري شوي دي چې زیاتره  په ملکي وګړو په تېره بيا په کارګرانو، انجنيرانو، ماشومانو او ښځو بريدونه کوي چې  د هغوی دغه عملونه  ثابتوي چې د هيواد له ويجاړولو او د ملکي او بې ګناه خلکو له وژنې پرته یې بل څه له لاسه نه کيږي.
  جمهور رئيس وويل: دطالبانو مشران او قوماندانان بايد په دې پوه شي چې د دغه شان جنايتونو په ترسره کولو سره به د خلکو له کرکې او نفرت او له الهي عذاب پرته بل څه ددوى په برخه نه شي او د افغانستان د مسلمان ملت په وړاندې به  ځواب ورکوونکي وي اوهغه طالبان چې په دغوجنايتونوکې لاس نه لري، خپل غږدې پورته کړي اوله دغو غیرانساني اووحشي اعمالوڅخه دې خپله بې زاري څرګنده کړي.
د يادونې وړ ده چې د کندهارښار د شهيدانوچوک ته څېرمه په پروني ځانمرګى بريد کې زموږ شپږ تنه بې ګناه هيوادوال شهيدان او شاوخوا  شل تنه نور ټپيان شول.
  دغه راز وړمه شپه د هلمند ولايت د سنګين  په ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو له خوا په يوښخ کړاى شوي ماين د يو مسافر وړونکى موټر د ختلو له امله د يوې ښځې په ګډون، دولس تنه ملکي وګړي شهيدان او پرون مازيګر د بغلان ولايت د دوشي په ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله پنځه تنه شپانه ماشومان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته