نړۍ

امريکا په شمالي کوريا کې دخپلو بندي اتباعو دخوشې کولو غوښتنه وکړه

واشنګتن نړيوالي خبري منابع باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
په ځينو رپوټونو کې ويل شوي دي  چې  دامريکا  يو ٨٥ کلن پخوانۍ سرتيرى په شمالي کوريا کې بندي  دى  امريکايي مقاماتو له  دغه  هيواد څخه غوښتي دي 
چې امريکايي اتباع دې خوشي کړي.
مريل نيومن دکوريا دجګړې عسکر دى چې دهغه دزوى دڅرگندونوله مخې  تيره مياشت  دسفر په پاى کې په شمالي کوريا کې ديوپوځي افسر له خوا له الوتکې څخه  کوز کړاى  شوى دى.
امريکايي مقاماتو په مشخصه توګه دنيومن  حالت  نه دى تائيد کړى  خوله  شمالي کوريا څخه يې غوښتي دي  ، دغه مسئله حل کړي.
کنتبا يو بل امريکايي تبعه دى چې له  تيرمني څخه په شمالي کوريا کې بندي دى.
دمريل نيومن  زوى جفرنيومن وايي پلاريې دوه مياشتې مخکې له خپل يو دوست  سره  شمالي کوريا ته سفرکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته