امنیت

يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه شول

کابل باختردثور دمياشتي١٢  نيټه :

دملي اردو منسوبينو نن دهيواد په ځينوولايتونو کې دامنيتي دندو په بهيرکې  يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه کړل.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دملي اردو منسوبينو دکندهار ولايت  په مربوطاتو کې  ددغو دندو دترسره کولو په بهيرکې دوه کلاشينکوفونه ، يوه ايکم مخابره ، درې کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ،. دوه الواندازونه ، درې ماينونه ، دتوغندي ويشتوونکي دوه ماينونه ، دوه لاس بمونه ، دايکم مخابري شپاړلس انتونه ،  او دغه راز دکندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوکلاشينکوف  اويوه  مخابره  اودزابل ولايت دسيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه مخابره ، دبم يو فيوز ، يوه بطري  اويو ريموټ کنترول اوپه همدي ترتيب دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پنځه ماينونه ترلاسه کړي دي .

ديوبل خبرله مخې  دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو يو منسوب  اويوبل تن دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته