سیاست

حکم

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
له پلخمري  څخه تر ارغندې  پورې دپنځه سوه کيلوولټه  بريشنا دليږدونې دتګلوري دڅيړنې دملي کمسيون   دپريکړو دمنظورۍ  په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف  غني حکم .
  دعدالت دتحقق او دهېواد دټولو سيمو دانډوليزې پرمختيا په لاره کې دملي وحدت دحکومت دژمنو دعملي کولو و دپرمختيايي  پروژو  په طرحه  او تطبيق کې دشفافيت دتامينولو او له پلخمري  څخه تر ارغندې  پورې دپنحه سوه کيلوولټه  بريښنا دليږدونې دتګلوري  دڅيړنې دموظف ملي کميسيون دپريکړې  په پام کې نيولو سره دغه مراتب منظور دي .
١_  دهېواد دلوړو ګټو دساتنې او دافغانستان دملي وحدت او ثبات دتامينولو په مقصد ددوشي له تګلوري  څخه مرکزي سيمو ته ددرې سوه ميګاواټه په ظرفيت  د ٢٢٠ کيلوولټه بريښنا ( دبل سرکت )  دليږدونې پروژه دې چې دټولو مرکزي ولايتونو دبريښنا دتامينولو   ځواکمني لري  په دې شرحه اجرا شي .
– ددوشي  له سيمې څخه دباميانو تر مرکز پورې  د ٣٠٠ ميګاواټه په ظرفيت د ٢٢٠ کيلوولته بريښنا  ( دبل سرکت )  دليږدونې دشبکې  جوړول او دپروژې پيل دروان کال دچنګاښ مياشت او له هغې  څخه ګټه اخيستنه د ١٣٩٨ کال دليندۍ  په مياشت کې .
–   دباميانو په مرکز کې دبريښنا دسب ستيشن  جوړول ، دپروژې پيل دروان کال دچنګاښ مياشت او له هغې څخه  ګټه اخيستنه د ١٣٩٨ کال دليندۍ په مياشت کې  .
–  څه ناڅه شلو زرو  کورنيو ته دباميانو په ولايت کې دبريښنا دويش دشبکې جوړول، دپروژې  پيل دروان کال دچنګاښ مياشت او له هغې څخه ګټه اخيستنه د ١٣٩٨ کال دليندۍ په مياشت کې .
–   اړونده بنسټونه دنده لري چې نورو مرکزي  سيمو او نورو ولايتونو ته دبريښنا دليږدونې دشبکې طرحه  تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې دتصويب  په مقصد کابينې ته وړاندې کړي .
–  دباميانو دشپيشته  کې دحرارتي بريښنا دفابريکې دجوړولو په وخت کې دې له شپيشتې  څخه تر ارغندې پورې  دپنځه سوه کيلوولټه بريښنا دليږدونې مزي جوړ شي .
–  دماليې وزارت  مکلف دى چې ددغې پروژې بودجه تنظيم او د ١٣٩٥ کال  ملي بودجې دکال دنيمايي په څيړنه کې دحکومت له لارې پارلمان ته وړاندې کړي .
–  ددې په پام کې نيولوسره چې له شمال څخه جنوب ته دپنځه سوه کيلوولټه بريښنادليږدونې دپروژې ټول تخنيکي او تدارکاتي  پړاونه په تيرو دوه نيموکلونوکې اجراشوي دي او داړوندو پاڼو له څيړنې څخه دملي کميسيون  له خوا د ترلاسه شويو نتيجو له مخې دې دپروژې تدارکاتي پړاونه دتعليق له حالت څخه وايستل شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته