ټولنه

دشپږمې ناحيې دخلکو ستونزي وڅيړل شوي

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دولسي جرګي لومړي نايب عبدالظاهر قدير  اودکابل يوشمير وکېلانو دشپږمې ناحيې اودچهاردهي دچهار قلعه داوسيدونکو ستونزي واوريدي.
باخترا ژانس ته دولسي جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په هغې کتنه کې چې دشپږمې ناحيې اودکابل د چهاردهي دچهارقلعه يوشميراستازو دولسي  جرګي  له لومړي نايب عبدالظاهر قديرسره وکړه .
دوي دپل سوخته _ دارلامان  دسړک دخرابوالې له امله شکايت وکړ او ويي ويل
چې  کابل ښاروالۍ تيرکال دخلکو داستوګني دکورونو په ويجاړولو سره ژمنه وکړه چې دغه سړک جوړوي خوله پرله پسې ژمنو سره سره دهغه په جوړولو اقدام نه دى کړي.
دشپږمې  ناحيې دخلکو استازو دسړک دبدحالت له  ا مله  شکايت وکړ او زياته يې کړه چې خلکو له جدي ترانسپورتي ستونزو سره مخامخ دي  او په سړک کې  يې دخاورو، خټو  اوولاړو اوبو له امله له روغتيايي ستونزو سره مخامخ شوي دي او دغه ستونزي به دژمې په موسم  کې زياتي شي .
په دې کتنه کې  چې  دکابل  يوشميروکېلان حاضرو دکابل دسړکونو دجوړولو په بهير سخت انتقاد وشو  او وويل شول چې د کابل ښاروالۍ ددولت له بودجې څخه دديرشو  مليونو افغانيو اوله بهرنيو مرستو څخه د ١٤٠ مليونو افغانيو له لرلوسره سره دسړک  جوړولو دپرو ژې کار نه دى ترسره کړي.
وکېلانو په کاري مديريت  کې دکابل ښاروال په کمزورتيا انتقاد وکړ اوپه دې برخه کې يې ددولت پاملرنې غوښتنه وکړه .
دولسي جرګي لومړى نايب دشپږمې ناحيې  دخلکو دستونزو له اوريدو وروسته  ژمنه وکړه  چې ددغې ستونزي ترپاى  ته رسولو  پوري له دوى سره ملګرتيا کوي  اوسبا دتلې په اتلسمه نيټه  په رسيمي ډول کابل ښاروال ته بلنه ورکوي  چي دپل سوخته دارلامان دسړک دجوړولو په باب له ده سره په جدي ډول  خبري وشي .
دولسي جرګي لومړي نايب وويل  چې له کابل  ښاروالۍ څخه به دشپږمې ناحيې  اودچهاردهي دچهارقلعه داوسيدونکو داستازو په وړاندې په جدي توګه وغواړي  چې دشپږمې ناحيې دسړک دجوړولو په خاطر جدي اوعملي اقدام وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته