اقتصاد

دسوداګرو دستونزو دحل په مقصد يو هيئت ترکمنستان ته استول کېږي

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون له يوشمير  ملي سوداګرو او له مسوولو مقاماتو سره دسوداګرو دستونزو  په اړوند ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، داوبلن ګازو سوداګرو شکايت کاوه چې دهېواد په بندرونو کې له هغوى سره دوه ګونې چلند کېږي او له يوې مياشتې راپديخوا ددوى داوبلن ګازو ټانکونه دهېواد په بندرونو کې دبې کيفت والي په پلمه ولاړ دي  چې له دې پلوه دوى ته زيات زيان  اوښتى دى .
دوى وويل چې سوداګرو له ترکمنستان څخه ګاز پيرودلي دي داچې دګازو ليږدونې شرکت بې کيفته ګاز ليږلى دى بايد دهغه دبيرته  ستنولو زمينه برابروي .
اوس نه د وارديدو جازه ترلاسه کوي او نه هم دبيرته ستنولو اجازه شته . سوداګرو له قانوني لارو څخه ددغو ستونزودحل غوښتنه وکړه .
دهېواد اجراييه رييس دسوداګرو دستونزو له اوريدو وروسته وويل چې له سوداګرو سره هرراز دوه ګونې چلند دمنلو وړ نه دى او له هراړخيزو څيړنو وروسته به دغه موضوع په لازم ډول وڅيړل شي .
دهېواد اجراييه رييس اړوندوبنسټونوته لارښوونه وکړه چې ډير ژر دې ترکمنستان ته يو هيئت واستوي چې دسوداګرو ستونزې وڅيړل شي او حل شي .
ډاکتر  عبدالله عبدالله وويل چې دسوداګرو اوپانګه والو زيان په مستقيم ډول  دخلکو په ژوندانه اغيزه کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته