اقتصاد

د پانګې اچونې د هڅونې پاليسي وڅيړل شوه

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
دپانګې  اچونې دهڅونې  د پاليسي او دهغې دتطبيق دبهير په باب د خبرو په اړوند د خصوصي برخې دچارو د مسوولينو ګډه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.
د باخترآژانس دخبر له مخې: ددغې غونډې د جوړولو هدف نه يواځې د حکومت د مقاماتوپه تېره بيا د ماليې د وزير له خوا دپانګې اچونې دهڅونې دپاليسي د مهمو او ارزښتناکو ټکو بيانول دي، بلکې د هيواد د اقتصاد د مهمو مسئلو په باب دخصوصي برخې اوحکومت ترمنځ مهمې خبرې دي.
د دغې غونډې په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو دخونې عامل رييس محمدقربان حقجو د خبروپه ترڅ کې وويل: د افغانستان حکومت په دې وروستيو وختوکې په انتقالي دوره کې د پانګې اچونې د جذب په مقصد تشويقي پاليسي تصويب کړه.
دغه پاليسي د صنايعو، ساختمان، دصادراتو دپراختيا، کرنې او کانونو دپراختيا لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرولو په مقصد د دغو پنځوبرخو د صنايعو په پراختيا باندې متمرکزه ده.
وروسته دماليې وزير ډاکترعمر زاخيلوال وويل: د هيواد اوسنى سياسي اواقتصادي حالت د انديښنې وړ نه دى او هيوادوال دې د ٢٠١٤ کال له پلوه هيڅ راز انديښنه نه لري. ځکه د افغانستان دولت د دې ځواکمني لري چې دڅوراتلونکو کلونو لپاره هم خپل لګښتونه ورکړي .
دماليې وزير زياته کړه چې دولت په يوازيتوب سره نه شي کولاى په ټولو اقتصادي  ستونزو برلاسي شي او د ستاسو ملي سوداګرو او دخصوصي برخې د مسوولينو همکاري ته اړتيا لري .
ده زياته کړه: دولت د بهرنيو رسنيوله تبليغاتوڅخه له ډار پرته دمعاشونو په ورکولو  او د هيواد په مالي مسئلوکې هيڅ راز ستونزه نه لري. په دې غونډه کې د فوايد عامې وزير ډيپلوم انجنير نجيب الله اوژن، دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزير انجنير اميرزي سنګين، په اقتصادي چاروکې دجمهور رييس ستر سلاکار شام لال بتيجا، دمرکزي بانک رييس او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته