نړۍ

يونسکو: د جګړې ځپلوهېوادونوماشومان له زده کړې څخه بې برخې زيات قربانيان دي

زينو باختر دوږي  دولسمه :
  په اوسنيو شرايطوکې په سلوکې ٤٠ ماشومان چې د نړۍ  په لسو جګړې ځپلو او نا آرامو هېوادونوکې ژوندکوي؛ ښوونځيوته له ورتګ څخه بې برخې پاتې  شوي دي .
  د ملګرو ملتو د سازمان د ماشومانو د صندوق وياند جو بورن د يوې مطبوعاتي خبرتيا په خپرولو سره اعلام وکړ چې له زده کړې څخه ١٨ مليونه تنه بې برخې ماشومان د هغو لسو هېوادونو اوسيدونکي دي چې د کورنيو جګړو او يا نښتو له امله د ماشومانو د تحصيلي محروميت ډيره  لوړه کچه لري .
ده زياته کړې ده: ښوونه او روزنه سربيره پردې چې کولاى شي د نړۍ په جګړې ځپلو او نا ارامو هېوادونوکې ميشت  ماشومان په دغو هېوادونوکې د راتلوونکي لپاره په لازمو وسايلو او پوهې سمبال کړي؛ د ناوړو او سختو شرايطو د زغملو په لاره کې به د هغوى له رواني ثباتي سره هم مرسته وکړي .
د دغه بنسټ  وياند د خپلو خبرو په دوام ويلي دي چې ښوونځيو ته يون کولاى شي دغه ماشومان له  جسماني خطرونو څخه هم خوندي وساتي او تر هغه وخته پورې چې دغه ماشومان په تحصيلي چاپيريال کې شپې سبا کوي؛ په نښتوکې د جبرې ګډون او ناوړې استفادې په شان خبرونو څخه  خوندي  پاتې کيږي. له همدي امله جنوبي سوډان په سلوکې  په نهه پنځوسو تحصيلي محروميت  سره دويم هېواد بلل کيږي او د افغانستان، سوډان او نايجريا هېوادونه په ترتيب  سره  د دغه جدول په دريم، څلورم او پنځم مقامونوکې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته