کابل باختر د وري دويمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا .
دقران عظيم الشان هغو حافظانو او فاتحانو ته چې دکابل ښار د اتلس ګونو ناحيو په جوماتونو کې د ١٣٩٧ کال د روژې دمبارکې مياشتې دتراويحوپه لمانځه کې د قران عظيم الشان په ختم کې د ګډون هيله ولري ، خبر ورکول کيږي چې د روژې د مبارکې مياشتې د ختم د ازموينې د تېرولو په مقصد دتابعيت له تذکرې سره دروان کال د وري د مياشتې په شپږمه نيټه د دوشنبې په ورځ په نوي ښار کې د قاريانو د چارو رياست مقر ته ورشي . ختم_ ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ