امنیت

نهه کلي دطالبانوله شتون څخه پاک شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
په بغلان ولايت کې   دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال طالبان   ووژل شول  او نهه کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول.
دغه پوځي عمليات له پرون  را په  دې  خوا  د افغان امنيتي  ځواکونو له
خوا په دهنه غوري  ولسوالۍ کې پيل شوي دي  چې تراوسه پورې ديارلس تنه طالبان وژل شوي  او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر مل پاسوال اميرګل حسين خيل بغلاني د باخترآژانس خبريال ته وويل :  په دغو عملياتو کې په دهنه غوري ولسوالۍ کې  نهه کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي  اودطالبانو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاسته  ورغلي دي    ويل کيږ ي چې دوه تنه بهرني اتباع او د طالبانو دوه تنه مشهور قوماندان هم   په وژل شويو  کسانو کې شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته