امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه پلورونکي ونيول شول.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دجوزجان پوليسو نن څلور تنه دنشه يي توکو دپلورنې په تور ونيول.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو امر حکمت الله امين زاده باختر آژانس ته وويل : دنشه يي توکو څلور تنه پلورونکي چې غوښتل يې په شبرغان ښارکې په روږدوکسانو نشه يي توکي وپلوري دپوليسو له خوا ونيول شول.
ده څرګنده کړه له نيول شويو کسانو څخه دهيروينو ،ښيښې او اپينو په ګډون يوه زياته اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
پيښه تر څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته