امنیت

پنځه طالبان په لوګر کې ووژل شول

 کابل / د زمري ۹ مه / باختر
په لوګر کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريدونه شنډ کړای شول او د دغې ډلې پنځه غړي ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل:          د لوګر د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه شنډ کړای شول.
موموند زياته کړه: پوځيانو د طالبانو د بريدونو په اړه معلومات لرل او مخکې له دې چې دښمن بريد پيل کړي، پوځيانو پرې بریدونه وکړل.
په جګړو کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول چې د وژل شويو طالبانو مړي له جنګي وسايلو سره د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته