ټولنه

د پکتیا په بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شوه

ګردیز باختر د تلې د میاشتې ۲۲ مه
په پکتيا ولایت کې د کرنې وزارت له خوا ۱۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخمونه په نږدې۳۰۰۰ تنو بزګرانو ووېشل شوه
د پکتيا پر ټولو بزګرانو ۱۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونود ويش لړۍ پيل شوه په دغومراسمو کې د پکتيا والي ښاغلي شميم خان کټوازي، د ولايتي شورا ريئس الله مير بهرامزوی، د کرنې ريئس وليد احمد تسل او بزګرانو ګډون درلود.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د باختر ژانس سيمه یيز خبريال ته وویل چې دغه اصلاح شوي  تخمونه به د پکتیا د مرکز په ګډون د ۱۳ ولسوالیو بزګرانو ته په ۶۰ سلنه تخفیف سره وېشل کېږي.
هغه کرنه او مالداري د هېواد په اقتصادي بهیر کې یوله اساسي اړتياوو څخه وبلل او له بزګرانو څخه یې وغوښتل، چې له دغو اصلاح شويو تخمونو څخه په کرنيزو ځمکو کې ګټه واخلي،څو د حاصلاتو په زیاتوالي کې د پام وړ بدلون راولي. 
د پکتیا د کرنې ریس انجینر ولید احمد تسل بیا وویل چې، په تېرو کلونو کې به کیمیاوي سره هم دتخمونو سره یوځای بزګرانو ته ورکول کیده ، خو سږکال دسرې پرځای دغنمو په تخم کې زیاتوالی راغلی ،څو زیاتوبزګرانو ته ورسیږي او ښه حاصلات لاسته راوړي.
د ولایتي شورا رېیس ډاکتر الله میر بهرامزوي بيا دکرنې وزارت او د پکتیا د ولایتي ادارې هڅې وستایلې چې پر خپل وخت يي بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورسول.
له بلې خوا بزګرانو هم په خپل وخت سره د غنمو د اصلاح شويو تخمونو په ترلاسه کولو سره خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په تېرو کلونو کې به ورته اصلاح شوي تخمونه په خپل وخت سره نه رسيدل چې له امله به یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته