امنیت

يوصراف په لښکرګاه کې ووژل شو

کابل باختر دسلواغي اتمه :
يوصراف دناپيژندل شويو وسله والو يرغلګرو له خوا په لښکرګاه ښارکې ووژل شو. دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: صراف محب الله تېرماښام کله چې د ماښام دلمانځه له اداکولو وروسته له جومات څخه د لښکرګاه ښارد صافيانوپه سيمه کې خپل کورته روان و؛ د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې پيښې انګيزه لاتراوسه پورې معلومه نه ده او يرغلګر د دغه صراف له وژلو وروسته له ساحې څخه په تيښتې بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته