اقتصاد

د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مشرتابه پلاوي د کمېټې کلنۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د افغانستان د بیارغونې صندوق د مشرتابه کمېټې (ARTF)، د افغانستان دولت د ملي بودجې تر ټولو لویې نړیوالې تمویلوونکې سرچینې په توګه چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي، نن خپله کلنۍ غونډه ترسره کړه. دا غونډه د مالیې وزارت د نوماند وزیر او  سرپرست عبدالهادي ارغندیوال او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د ريیس هینري کرالي په ګډه مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د مرستندویو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو تمویلوونکو ادارو استازو د افغانستان دولت د پراختیايي پروګرامونو د ملاتړ د دوام لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق د رول په اړه خبرې اترې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، په غونډه کې وویل: " موږ د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوالو تمویلوونکو هېوادونو د هغو مالي او تخینکي مرستو په خاطر مننه کوو چې د کووېډـ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو سره د مقابلې لپاره یې د افغانستان دولت د اړتیاوو پوره کولو لپاره کړې وې. موږ په تېره بیا، ستاسو د سخاوت، هلوځلو او ژمنې په خاطرچې په دې بېړني او سخت حالت کې مو د افغانستان خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کړي دي، د زړه له کومي مننه کوو. د کووېډ-۱۹ له بحران سره د مقابلې په برخه کې ستاسو بې دریغه مرستې او ملاتړ سبب شول چې افغانستان د دې ناروغۍ د لا زیاتې خپرېدا د مخنیوي او د دې نړیوال روغتیایې بحران د مقابلې لپاره لا وچت ګامونه پورته کړي. موږ د نړیوال بانک له ګروپ څخه هم مننه کوو چې د افغان ټولنې او کورنیو سره د مرستې پروژې، له کووېډ-۱۹ ناروغۍ سره د بېړنۍ مقابلې د چمتووالي او د افغانستان د روغتیایي نظام د پیاوړي کولو پروژې، د کرنې او د غذايي خوندیتوب د بېړنۍ پروژې د تمویل لپاره یې مالي ملاتړ برابر کړی دی. "
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس هینري کرالي وویل:" په داسې حال کې چې افغانستان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په پانډیمۍ پسې له خورا سختو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مخ دی، د افغانستان د بیارغونې صندوق د وړیا مالي مرستو د برابرولو له لارې هڅه کړې ده چې د خدمتونو  وړاندې کولو بهیر د دوام او د پراختیايي موخو د غزولو په برخه کې د افغانستان له دولت سره مستمره همکاري او ملاتړ وکړي. د افغانستان د بیارغاونې صندوق د افغانستان دولت د عادي او پراختیایې بودجې تر ټولو لویه تمویلوونکې سرچینه ده چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي. نړیوال بانک له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي چې په راتلونکې کې د افغانستان دولت او خلکو د دوامداره ملاتړ په اړه ډاډ حاصل شي."
یادې کمېټې له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغانستان د بیارغونې صندوق لومړیتوبونه، د دې صندوق د مالي همکاریو پروګرام له چوکاټ سره سم، وارزول او پرې بحث وکړ او د مالي همکاریو په پروګرام کې یې کلني بدلونونه منظور کړل. د کمېټې غړو د افغانستان د بیارغونې صندوق د ملاتړ او همکارۍ د دوام او د هغو پروژو د مؤثریت زیاتولو په اړه چې دا صندوق یې تمویلوي، ژمنې وکړې.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته