امنیت

دوه تنه ديو موټر چلوونکي دوژنې په تور ونيول شول .

کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
  دوه تنه دوژنې او غلا په تور دپروان ولايت دپوليسو له خوا په بګرام ولسوالۍ کې ونيول شول .
  دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال ضيا الرحمن سيد خيلي باختر اژانس ته وويل: دغو کسانو تيرکال ديو کرولا موټر چلوونکي دشمالي سالنګ په مربوطاتو کې وژلي او موټر يې غلا کړى و .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دبګرام دپوليسو ځواکونو پرون وکولي شول دکاپيسا ولايت اوسيدونکي زلمي او قمبر دبګرام دهوايي ډګر ته څيرمه اوسيدونکي چې اصلي تورن دي ونيسي .
خبرځاى زياته کړه نيول شوي کسان دزياتو تحقيقاتو لپاره دبغلان ولايت ته وليږدول شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته