روغتیا

دپکتيا والي د ګرديز ملکي روغتون وکوت

کابل باختر دمرغومې نهه ويشتمه
دپکتيا والي د ګردېز له ملکي روغتون څخه په ناڅاپي ډول کتنه وکړه.
د پکتيا والي زلمي وېسا په دې کتنه کې د روغتون د ډاکټرانو عملې کارونه وارزول او د ناروغانو ستونزې یې واورېدې.
ده له ډاکټرانو څخه هيله وکړه چې مراجعينو ته په هره برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
وېسا دغه راز ناروغانو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دغه ولايت په روغتيايي سکتور کې د پام وړ بدلونونه راشي او پکتياوال به وکولای شي چې اړينو روغتیایي خدمتونو ته په خپل وخت او اسانۍ سره لاسرسی ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته