امنیت

په هرات کې دطالبانو دراټوليدو په سيمو هوايي بريدونه وشول

کابل باختر دلړم دريمه :
  دهرات ولايت  دچشت ولسوالۍ ، دره تخت او د شاوخوا کلي دبې پيلوټه  الوتکو له خوا  د ډار اچوونکو دراټوليدوپه سيمو کې  هوايي بريدونه وشول .
دچشت شريف ولسوالۍ په لرې پرتو کليو کې دګڼ شمير  ډار اچوونکو دراټوليدو په باب درپوټونوله خپريدو وروسته ، دهېواد دهوايي ځواکونو له خوا په دغو ساحو کې هدفمند بريدونه وشول او طالبانو او ډار اچوونکو ډلو ته دسردزيان او دتاوان داوښتو سبب شوي دي .
ددغو بريدونوله امله ددښمن  دزيانونو دقيق شمير  تراوسه پورې مشخص شوى نه دى خو  يو سيمه ئيز خبرځاى  خبرورکوي  چې  ډار اچوونکي ډلې له دغوسيمو څخه وتښتيدل 
پرون رپوټونه خپور شوي دي چې څه ناڅه ٣٠٠  تنه وسله وال طالبان په چشت  ولسوالۍ کې راټول شوي وو .
دهرات ولايت دچشت ولسوالۍ  دتخت درې دغور ولايت له شهرک ولسوالۍ سره پوله لري او دغه طالبان له دغې سيمې څخه  چشت  ولسوالۍ ته راغلي وو او راټول شوي و .
په همدې حال کې دهرات يوه سيمه ئيز مقام وويل چې داردو پوليسو او دعامه نظم ځواکونو دچشت ولسوالۍ په تيره بيا دسلما په بند کې ميشت دي که دغه طالبان په دغې ولسوالۍ دبريدونوپه سازمان ورکولو پيل وکړي په يقيني توګه به وځپل شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته