کابل باختر دوږي ٢٤مه :
طالبانو په بغلان کې دازبکستان او تاجکستان دوارداتي برېښنا ستنې ويجاړې کړې .
يرغلګرو پرون غرمه او نن سهار دبغلان په مربوطاتو کې دوارداتي برېښنا دوه ستنې په بمونوسره ويجاړې کړې .
دبرېښنا ددغو دوو ستنو په ويجاړيدو سره کابل او لسو نورو ولايتونو ته دتاجکستان دوارداتي برېښنا بهير بند شو .
دبغلان دبرېښنا رياست يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې له دغو دوو ويجاړو شويو ستنو څخه يوه دطالبانو دډلې تر ادارې لاندې ساحه کې موقعيت لري او اړونده کارکوونکي د هغې دترميمولو لپاره له ستونزو سره مخامخ دي .
دبرېښنا شرکت هم دخبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان ته دازبکستان او تاجکستان دوارداتي برېښنا دستنو نړيدل مني خو وايي چې ددغو ستنو دترميمولو لپاره کار دوام لري .
خبرپاڼه له طالبانو سره دپوځيانو په نښته کې ددغو دوو ستنو دويجاړيدو اصلي عامل بولي
دپېښې شاهدان وايي چې طالبانو پرون غرمه دبغلان د ډنډ شهاب الدين په ساحه کې افغانستان ته د ازبکستان دوارداتي برېښنا يوه ستن دبم په چولو سره ويجاړه کړه.
دغه راز طالبانو نن سهار دبغلان عسقلان په ساحه کې دتاجکستان دوارداتي برېښنا يوه ستن ويجاړه کړه .
ختم_ عطاالله _اکرم