خبرونهاقتصاد

د هرات ښار په شمال کې د یو سړک د پخولو کار دوام لري

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

د هرات ښار په شمال کې د یو سړک د دویم خط د پخولو چارې دوام لري.

دغه سړک د څه نا څه ١٠ کیلومترو په اوږدوالي او اووه مترو په سور له قندهار دروازې څخه د پایان اب تر څلورلارې پورې د ښاروالۍ له لوري رغول کېږي.

د هرات ښاروال حیات الله مهاجر فراهي دغه سړک وکوت او له پیمان شرکت څخه یې وغوښتل چې د بیا رغولو په چارو کې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه باخترآژانس ته وویل چې د هرات ښار په دننه او یو شمېر ولسوالیو کې هم د نورو واټونو پخولو او کانکریت کولو چارې دوام لري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته