امنیت

په ننګرهارکې پر داعشيانو او طالبانو مرګاني بريدونه

دجلال آباد ښار باختر دسلواغې ٨ نيټه :
دداعش او وسله والو طالبانو اتلس تنه غړي  په ننګرهار ولايت کې دځانګړو ځواکونوپه نويو بريدونو کې ووژل شول.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل؛  تيره شپه  په نويو نښتو کې دڅو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  لس تنه داعشيان او د وسله والو طالبانو دډلې اته تنه غړي  ووژل شول.
ده وويل:  دغه داعشيان  د غني خيلو ، هسکې مينې ، کوټ او دروداتو په ولسواليو کې  ووژل شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې  دداعشيانو  څو سنګرونه  له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شول.
پوځي مقامات وايي  ؛  ډاراچوونکي دپاکستان داستخباراتو په مستقيم ملاتړ دډيورنډ له کرښې څخه په تيريدو سره افغانستان ته راځي  او په ډاراچوونکو بريدونو لاس پورې کوي.
ديوبل خبرله مخې ؛  نن سهار دننګرهار ولايت له  ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف اوشنډکړاى شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار ولايت کې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو  ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته