فرهنګ

د جمهور رئیس د ډاډګيرنې پیغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د غمرازۍ پیغام
  په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د بي بي سي ځوان او فعال خبریال احمد یما شېرزاد په یوه ترافیکي پېښه کې وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
احمد یما شېرزاد د یو تکړه ژورنالیست او هڅاند ځوان په حیث په کلونو کلونو د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو د حالاتو په اړه راپورونه چمتو کړل او د یوه تکړه خبریال په حیث یې د افغانستان د خلکو خدمت وکړ. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د احمد یما شېرزاد د ناڅاپي مړینې په مناسبت د ده کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د افغانستان د ژورنالیزم لویې کورنۍ ته تسلیت وایم او له الله تعالی څخه ورته جنتونه غواړم. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته