ټولنه

په کونړ کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته

-کابل / د غويي ٣ مه / باختر
په کونړ کې له اړو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري.
په يوه نوي اقدام کې څه د پاسه ١٦٠٠ کورنيو د نړۍ د خوړو سازمان له مرستو څخه برخمنې شوې.
په دغو مرستوکې اوړه، غوړي، وريجې او نور لومړني توکي شته.
د کونړ ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د هغو اقتصادي زيانونو په خاطر چې خلکو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله ليدلي دي؛ د مرستو بهير زيات شوى دى.
ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو ورځو پورې زرګونه نورې اړې کورنۍ هم له دغو مرستو څخه ګټه واخلي.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته