اقتصاد

افغانستان او پاکستان ددوه اخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا موافقه وکړه

کابل باختر دوږي دمياشتې ٥ :
افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې ددغه هیواد له صدراعظم محمد نواز شريف سره وکتل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
په دې لیدنه کتنه کې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ داقتصادي همکاریو په اړه ګټورې خبرې وشوي .دواړو مشرانو  د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان لومړي وزير ميا نوازشريف تر منځ یو ساعت دوه په دوه  د دوه اړخيزو اړيکو پراختیا، له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او سيمې پر حالاتو او د افغان سولې پر پروسې خبرې وکړي.
دیادونې وړده چې دیادو مشرانو تر منځ له خبرو وروسته د دواړو هېوادونو پلاوي هم خبرې اترې وکړي
دافغانستان پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، د دې شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي، د ولسمشر د دفتر رييس عبدالکريم خرم او د ولسمشر وياند اېمل فيضي ملتيا کوله.
دپاکستانی پلاوي کې دماليې وزیر محمد اسحق ډار، دکورنیو چارو وزیر چودهری نثار علی خان، دصدراعظم ستر امنیتي سلاکارسرتاج عزیز، دصدراعظم دبهرنیو چارو خصوصي مرستیال طارق فاطمی، لوی درستیز جنرال اشفق پرویز کیانی، د آی اس آی رئیس جنرال محمد ظهیرالاسلام، دبهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلانی، دسوداګرۍ وزیر قاسم م. شامل وو.
د پاکستان د نوی حکومت له تشکیل څخه وروسته د افغان ولسمشر دغه لومړۍ سفر دی، او دغه سفر په داسې حال ترسره کیږي چې افغانستان د مسؤلیت لیږد په مهم تړاو کې دی.
په دې سفر کې د دواړو هیوادونو دماليې وزیرانو ترمنځ د دوه اړخیزې اقتصادي پراختیا او همکاریو سند  لاسلیک شو . د لاسلیک په مراسمو کې افغان ولسمشر  حامد کرزی او دپاکستا ن صدراعظم محمد نواز شریف هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته