کابل باخترد سلواغې ٢٢ نيټه :
دميمنې ښار په لسګونو تنو خلکو نن د دغه ولايت د پښتون کوټ د څلورو تنو اوسيدونکو د وژنې په خاطر د دغه ولايت د ودانۍ په وړاندې مظاهرې وکړې.
د باخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ د دوى مړي چې پرون د شيرين
تګاب په ولسوالۍ کې دپاڅون کوونکو د دوو تنو قوماندانانو دافرادو ترمنځ په جګړه کې ووژل شول ، د والي د دفتر په وړاندې راوړي وو او دقضيې دعاملينو دنيولو غوښتنه يې کوله.
دوى وايي چې دقوماندان عباس افرادو څلور تنه وګړني پاڅون کوونکي چې ددولت ملاتړ يې کاوه ، وژلي دي.
اعتراض کوونکي وايي که چېرې قاتلين يې ونه نيول شي په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار وويل چې دغه دوه تنه قوماندانان له پخوا څخه شخصي دښمنۍ لرلې چې کله ناکله د دولت له وسلو او مهماتو څخه دغچ اخيستي په خاطر ناوړه استفاده کوي.
بيدار زياته کړه دهيئت له څيړنې وروسته به د پيښې عاملين دقانون منګولو ته وسپارل شي . پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل