سیاست

د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتودسازمان د سر منشي له مرستیال سره وکتل

-کابلباختردچنکاښ د مياشتې ١١:
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول پرون له غرمې وروسته د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي له مرستیال ښاغلي جان الیاسن سره وکتل.
دبهرنيوچارووزارت داطلاعاتواوخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
دواړو لوریو د علاقې وړ موضوع ګانو لکه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو بشپړ لېږد، د جمهوري ریاست ټاکنو، د سولې بهیر او د افغانستان د دولت له مخالفینو سره خبرو اترو، له ګاونډیو او دسیمي له هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو او همدارنګه د افغانستان په مسئلو کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر رسول د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د سازمان د همکاریو، مرستو او ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې، هیله څرګنده کړه چې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې وشي کولای د سیاسي انتقال بهیر ته چټکتیا و بخښي او د هېواد د ترقۍ او ودې زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي مرستیال په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان د دولت او خلکو د ۱۱ کلن لاسته راوړنو څخه د خوښي په څرګندولو سره، د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو د سازمان پر اوږدمهاله ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي مرستیال کابل ته د خپل سفر په بهیر کې د افغانستان د دولت له بېلا بېلو چارواکو لکه جلالتمآب جمهور رئیس، د ملي امنیت له سلاکار، د دفاع له وزیر، د ملي شورا د دواړو جرګو له رئیسانو او د افغانستان د سولې اوعالي شورا له رئیس سره کتنې ترسره کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته