امنیت

د حقاني شبکې يو تروريست په کابل کې ونيول شو

کابل/ باختر د ثور ١٤:
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په يوځانګړى اقدام کې د حقاني شبکې يو غړى د علي په مستعار نامه احمدالله د کابل ښار په مربوطاتوکې ونيوه .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوى سړى اعتراف کړى دى چې دوه کاله مخکې د جميل په نامه د يوه سړي له خوا چې مستعار نوم يې بدر دى، د ډيورنډ د فرضي کرښې اخوا په پيښور ښار د حقاني تروريستي شبکې ته جذب او د تروريستي او پوځي زده کړو په مقصد  د وزيرستان د ميرامشاه په بازارکې د ځانمرګو بريدکوونکو د روزنې يو مرکز ته وليږدول شو او اوولس ورځې يې د عباس او مدني په نومونو د دوو تنو پاکستاني ښوونکو تر نظر لاندې پوځي او تروريستي زده کړې وکړې.
ده څرګنده کړه چې د پوځي زده کړو په بهيرکې دپاکستاني ښوونکو له خوا هڅول شوى چې د افغان امنيتي ځواکونو پرخلاف وجنګيږي، په همدې مقصد ورته دنده سپارل شوې وه چې د بغلان ولايت په دهنه غوري کې د طالبانو دقوماندان عبدالرحمن ترڅنګ په يرغليزو او تروريستي عملياتوکې ګډون وکړي چې ده د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ په څو امنيتي پوستو په يرغليزو بريدونو  کې ګډون وکړ او فعاله ونډه ترسره کړې ده.
ده وويل چې په دهنه غوري کې طالبان د خپل اعاشې د تامينولو لپاره له خلکو څخه په زور خوراکي توکي راټولوي او هغه کسان چې هغوى ته د خوراکي توکو له برابرولوڅخه ډډه وکړي، سخته سزا ورته ورکول کيږي او دا کار د دې سبب شوى دى چې د دهنه غوري خلک د طالبانو له ډلې څخه ځان لرې وساتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته