سیاست

دقطر صدراعظم ډير ژر په دغه هيواد کې دطالبانو ددفتر دپرانستلو غوښتنه وکړه

دوحه نړيوالي خبري منابع  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
دقطر صدراعظم شيخ محمد بن جاسم الثاني پرون ددغه هيواد په پايتخت
دوحه کې په يو خبري کنفرانس کې وويل، دده په عقيده له افغانستان څخه دامريکايي عسکرو دوتلو تروخت پورې لږتر لږه بايد يو باثباته سياسي بهيرپيل شي.
شيخ زياته کړه:  زموږ هدف دا دى چې له خپلو افغان وروڼوسره مرسته وکړو چې دحل يوه لاره پيداکړو چې دټولو اويا زياترو ښکيلو ډلو دمنلو وړ وي.
دنړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې،  دطالبانو ددفتر په پرانستلو سره ددغې ډلې يوشميرغړي چې په ګوانتانامو کې  بنديان دي ښايي قطر ته وليږدول شي.
درويترز خبري اژانس ديو جګپوړي  اروپايي دپيلومات له خولې ويلي دي  يوشمير طالبان پخوا قطر ته تللي دي  خو تراوسه پورې دهغوى سياسي دفتر په رسمي ډول نه دى پرانستل شوى .
رويترز ليکي: طالبانو څه ناڅه يو کال مخکې په قطرکې دخپل دفتر دپرانستلو غوښتنه کړې وه.
درويترز په ليکنه دطالبانو مشري په دې هيله دي چې په  راتلوونکي  حکومت کې به هغوى  ته يو  رول ورکړي شي دسولې خبروته چمتو شوي دي   خوله څه مودې وروسته طالبانو دسولې له خبرو لاس واخيست ځکه دهغو دڅرگندونو له مخې امريکا خپلې ژمنې عملي نه  کړې اودسولې په بهيرکې کوم ثابت دريځ نه لري.
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول هم اوس اوس  تائيدکړه چې دطالبانو ددفتر دپرانستلو په باب دقطر له دولت سره خبري دوام لري خوده په ټينګار سره وويل چې د دغه دفتر دپرانستلو هدف به  يوازې دسولې دخبرو پرمخ بيول وي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته