ټولنه

په زابل کې ۸۰۰ حقوقي قضیې حل شوې دي

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د زابل د عدلیې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېره یوه میاشت کې ۸۰۰ حقوقي قضیې حل شوې دي.
د دغه ولایت د عدليې رياست سرپرست مولوي خالد وايي چې هره ورځ ورته نږدې ۱۵۰ حقوقي قضیې وروړل کېږي، په وینا یې په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۸۰۰ قضیې حل کړې دي.
په همدې حال کې مراجعین هم خوښ دي چې ستونزې او دعوې یې پر وخت حل کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته