ټولنه

د بدخشان سيمه ييزو مقاماتو د نړۍ د خوړو له سازمان څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٦ :
د بدخشان ولايت سيمه ييزومقاماتو د نړۍ د خوړو له سازمان څخه غوښتي دي چې په دغه ولايت کې خپل بشردوستانه فعاليتونه بيا پيل کړي.
په بدخشان ولايت کې د نړۍ د خوړو سازمان د خوراکي توکو د سپرلۍ په کاروان د طالبانو له بريد وروسته دغه سازمان په بدخشان ولايت کې خپل فعاليتونه وځنډول.
په دې بريدکې چې په دې وروستيو وختوکې د کوز يفتل په ولسوالۍ کې وشو؛   د نړۍ د خوړو د سازمان د بشردوستانه مرستو پنځه موټرونه وسوځول شول.
د بدخشان ولايت سيمه ييزو مقاماتو د سيمې له اوسيدونکو سره په غونډه کې  د نړيوالو بنسټونو د بشردوستانه کاروانونو د امنيت د تامينولو په باب له خبر وروسته د نړۍ د خوړو له سازمان څخه يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.
د بدخشان ولايت سرپرست شاولي والله اديب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى په فيض آباد ښارکې د نړۍ د خوړو د سازمان له استازي سره ژمنه کړې ده چې په بدخشان کې د دغه سازمان د مرستو دبيا پيل کيدو په صورت کې به د دوى د کارکوونکو او  فعاليت امنيت په بشپړه توګه تامين کړي .
په دې غونډه کې د سيمې مشرانو هم ژمنه وکړه چې په بدخشان کې به د بشردوستانه مرکزونو د فعاليت امنيت د امنيتي ځواکونو په همکارۍ تامين کړي.
تر اوسه پورې دنړۍ دخوړو سازمان دبدخشان دسيمه ييزو مقاماتو ددغې غوښتنې په باب غبرګون نه دى ښودلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته