امنیت

په سرپل کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
  څلور تنه وسله وال طالبان نن په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان دطالبانو له بريد وروسته  ونښته  . 
دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د ډلې څلور تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل چې په طالبانو دپوځيانو د سپرلۍ په کاروان د بريد په وخت کې د دوى له خوا ډزې وشوې .
  ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو ديوه ماين په کشف او شنډولو سره په سرپل کې د مرګانۍ تروريستي پيښې مخه نيولې ده .
دغه ماين د کوهستاناتو ولسوالۍ په لويه لاره کې ځاى پرځاى کړى شوى و او نن سهار د سيمې د خلکو په همکارۍ د پوځيانو د تخنيکي ټيم له خوا کشف او شنډ کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته