امنیت

درې تنه تروريستان ونيول شول

 کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٧  :
د ملي امنيت د لــــوى رياست موظفينو  يو تن تروريست په تخــــار ولايت کې ونيوه.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
نيول شوى سړى عبدالرحمن نوميږي چې له غزني ولايت څخه  د کندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ ته د طالبانو د ډلې غړو ته په واټونوکې د ماين ښخولو او پوځي زده کړې په مقصد راغلى و او د تخار ولايت له مربوطاتو څخه د ملي امنيت دلوى رياست د موظفينوله خوا له دوو فلشونو او څلورو ميموري کارټونو سره  چې د ماين جوړلو، مخابرې او تروريستي فعاليتونو د زده کړې مطالب پکې و؛ ونيول شو.
دغه راز په يو بل اقدام کې د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو د طالبانو په ډلې پورې اړوند د عتيق الله او قيام الدين په نومونو دوه تنه چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې په تروريستي فعاليتونو او وسله والو بريدونوکې ونډه درلوده؛  د عملياتو په بهيرکې له دغې ولسوالۍ څخه د تخار ولايت ته تښتيدلي وو؛ ددغه ولايت  په مربوطاتوکې ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته