کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د قندهار ولايت د پنجوايي د ژيړي او دامان د ولسواليو په ځينوسيموکې ونښتې.
دقندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د دووتنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په دغو نښتوکې افغان پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه راز ويل کيږي چې په دغوپيښوکې افغان پوځيانو د طالبانو دوه پټنځايونه او په لسګونوجنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ