ټولنه

په دايکنډي کې د زده کړو موسسو ته د لارموندلو ازموينه .

کابل باختر د  ثور  لومړى :
په دايکنډي  کې د لوړو زده کړو موسسو ته د لارموندلو لپاره ازموينه پيل شوه .
د لوړو زده کړو وزارت دکانکور هيئت  ريېس پوهنمل  ډاکټر سيد روضت الله مجيد د باختراژانس خبريال ته وويل چې، په دې ازموينه کې  ٣٦٥٤ داوطلبانو ګډون  کړى و چې،  له هغې جملې څخه  ١٠٧٧ تنه يې نجونې وې .
ډاکټر روضت الله مجيد  د دغې ازموينې په پړاو کې دشفافيت په باب وويل چې داوطلب  کولاى شي يوازې د لياقت په مټ دلوړو زده کړو موسسو ته  لاره ومومي.
د دايکنډي  والي محمود  بليغ په دې  پړاو کې دکانکور له ټولو داوطلبانو څخه وغوښتل چې لوړه روحيه  ولري او دتېرو کلونو په شان په لوړه کچه دهېواد په تحصيلي  بنسټونو کې  ځانونه جذب کړي .  ختم (_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته