کابل باخترد کب دمياشتې ٩ :
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې آمر جنرال رجب تېره شپه د واورې ښوئيدنې له امله ټپي شو.
د فوايدعامې وزارت خبرځايونو دغه خبرتائيدکړ.
دباختراژانس دخبرله مخې: جنرال رجب په داسې حال کې چې د سالنګ په لويه لاره کې د چارو د تنظيم لپاره يې هلې ځلې کولې، په خپله تر واورې لاندې شو او څه ناڅه ٤٠ دقيقې تر واورې لاندې پاتې شو او په دې پيښه کې د جنرال رجب دوه تنه ساتوونکي او د سالنګونو د ساتنې او څارنې يوه ليږدونکې واسطه هم بې درکه شوې ده.
دسالنګ لويه لاره او د ترافيکو پرمخ تړلې ده او مسوولين وايي: دوى د سالنګ په لويه لاره کې د واورې ښوئيدنې د څه ناڅه څلويښتو پيښو اټکل کوي.
ټاکل شوې ده چې د فوايد عامې وزارت مقامات ترڅو ساعتو پورې په سالنګونو کې د تيرې شپې د پيښې د څرنګوالې په باب مطبوعاتو ته څرګندونې وکړي.
0 1 دقیقه لوستل