ټولنه

په ننګرهار ولايت کې دسړک او دپلګوټو دجوړولو دپروژې دکار بشپړ شو

کابل باختر د ثور اتمه :
دڅه دپاسه دوو مليونو افغانيو په لګښت  په ننګرهار ولايت کې دسړک او دشپږو پلګوټو دجوړولو  دپروژې کار  په دې وروستيو وختو کې بشپړ او دخلکو دګټې اخستنې وړ وګرځيدل
  دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې  باختراژانس ته وويل:  ددوو مليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت په دې پروژه کې په سړک  کريړ اچول ، دواټ په غاړو کې د ډبرو لګول او دشپږو پلګوټو  جوړول شامل دي چې دننګرهار ولايت دکامې په ولسوالۍ کې پلې شوې ده .
ددغې پروژې کار دکليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت د ولسي تړون دملي پروګرام  دجوړولو لپاره دنغدي  پرمختيايي وجه دپروګرام له خوا بشپړ شوى دى
ددغې ټولګتې پروژې دکار په بشپړيدو سره دننګرهار ولايت دکامې په ولسوالۍ کې  ٣٢٨ کورنۍ دهغوى له اسانتياو څخه ګټه اخلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته